د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سکرترې ماري بیشوپینګ په قطر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو او ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کیرن ډیکر پر خپل اېکس لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سکرترې ماري بېشوپینګ په قطر کې د دغه هېواد د بهرنو چارو وزیر او د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د ګډو ګټو په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد مبارزې او د امریکايي بندیانو د خوندي بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي.
کیرن ډیکر همدارنګه زیاتوي، چې دغې امریکايۍ استازې په یاده کتنه کې، د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه هم خبرې کړې دي.
ماري بېشوپینګ ویلي، چې قطر د امریکا یو ارزښتناک، همکار او دوست هېواد دی، چې د امنیت او سیمه ییز ثبات ګډو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري.