جرمني د افغانستان په ګډون ۴۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک بللي

۲ ورځې مخکې

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تازه خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ګډون باید ۴۳هېوادونو او سیمو ته دمګړۍ له سفرونو ډډه وشي. دغه راز یو شمېر نور هېوادونه لکه پاکستان او هند په خپلو پولو کې د ناکراریو له امله په دویمه کټګوري کې راوړل شوي چې له سفر وړاندې باید خطرونه و ارزول شي.

د جرمني میرکور رسنۍ وايي، هغه کسان چې غواړي د رخصتیو لپاره بهر سفر وکړي، باید د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هغو هېوادونو نوملړ ته پام وکړي، چې سفر ورته ګواښناک یا له امنیتي پلوه ناخوندي ګڼل شوی.

وزارت دا هېوادونه د جګړې، ترهګرۍ، یا سیاسي بې‌ثباتۍ له امله خطرناک بللي دي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، بېلاروس، ایران، یمن، لیبیا، مالي، میانمار، نایجریا، فلسطین، سومالیا، سودان او اوکراین شامل دي چې د جګړو، ترهګریزو بریدونو او سیاسي ګډوډیو له امله د سفر لپاره خطرناک ګڼل شوي او جرمني اتباعو ته توصیه شوې چې هلته هیڅ ډول سفر ونه کړي.

دغه راز یو شمېر هېوادونه، چې په سیاحت مشهور دي، په خپلو پولو کې د ناکراریو له امله په دویمه کټګوري کې راوړل شوي، چې پاکستان، هند، عراق، اسراییل، مصر او یو شمېر نور هېوادونه پکې شامل دي. دغو هېوادونو ته تلونکو کسانو ته سپارښتنه شوې، چې تر سفر وړاندې هلته له شته ګواښونو ځانونه خبر کړي.

نور خبرونه

رادیو