د غزې د روغتیا وزارت: د مرستو مرکز ته نېږدې په ډزو کې ۲۷ فلسطینیان وژل شوي

۲ ورځې مخکې

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د غزې په سوېلي سیمه رفح کې د مرستو د وېش مرکز ته نېږدې د اسرایيلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

دا پېښه د سې‌شنبه په ورځ هغه وخت شوې، چې سلګونه فلسطینیان د مرستو د ترلاسه کولو په موخه په لیکو کې ولاړ و.
د ملګرو ملتونو ویاند د فلسطینیانو د وژل کېدو په غبرګون وویل: «دا د منلو وړ نه ده چې ولسي وګړي یوازې د خواړو د ترلاسه کولو لپاره په غزه کې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا یې له لاسه ورکړي.»
ملګرو ملتونو د غزې د وروستیو پېښو په تړاو د سمدستي او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې عاملین یې باید ځواب ورکولو ته اړ کړای شي.
له دې پېښې وروسته، د غزې د بشري مرستو بنسټ چې د امریکا تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ به په غزه کې هېڅ ډول مرستې و نه وېشل شي.
د دغه بنسټ ویاند زیاتوي، چې دوی دا مهال له اسرایيلي پوځ سره د خپل فعالیت له سیمې بهر د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا په اړه خبرې کوي.

نور خبرونه

رادیو