له سمنګان ولایت څخه سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د خرم او سارباغ ولسوالۍ د ولسي شورا د مشر اکبر نیازي د وژنې په تور د طالبانو د استخباراتو د درېیو غړو او د دغه ډلې د پولیسو قوماندانۍ یو غړي په ګډون شپږ کسان نیول شوي دي.
تر دې درې اونۍ وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دغه قومي مشر په اېبک ښار کې له خپل کور څخه د هغه وسلهوالو لهخوا تښتول شوی و چې ځانونه یې د طالبانو د استخباراتي ادارې غړي ښودلي وو او بیا وروسته یې وژلی و.
د هغه مړی د تېرې (غویي میاشتې په ۲۰مه) د ایبک ښار په روغتون کې د هغه کورنۍ ته سپارل شوی و.
سرچینو زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې د طالبانو د استخباراتو غړی غلام سخي چې په «اسامه» هم مشهور دی، د طالبانو د دویمې حوزې د استخباراتو مرستیال عبدالبصیر سیرت، په سمنګان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د ورکشاپ مشر نقیب الله، د دغې ډلې غړی عبدالله او د جاوید او زین الله په نوم دوه ملکي وګړي هم شامل دي.
د سرچینو په وینا؛ د طالبانو دغه غړي چې د اکبر نیازي په وژنه تورن دي، په سمنګان ولایت کې د طالبانو د لوا د پخواني قوماندان مولوي جلال حنفي سره تړاو لري.
سرچینې وايي، چې په دې پېښه کې کارول شوی موټر د طالبانو د دویمې استخباراتي حوزې مرستیال عبدالبصیر سیرت پورې تړاو لري.
د ځايي سرچینو په وینا؛ دغه تورن کسان یو وار مخکې د طالبانو لهخوا خوشې شوي وو؛ خو د سیمهییزو با نفوذه مشرانو تر فشار وروسته یو وار بیا ونیول شول او اوس تر څارنې لاندې دي.
له دې پېښې څه باندې یوه میاشت تېرېږي؛ طالبانو لاتر اوسه په رسمي توګه د حاجي اکبر نیازي د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.