د خوست د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ځیني اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو څخه یې په وار، وار د ښار سره د نښلوونکي پل د جوړولو غوښتنې شرکې کړې وې؛ خو د غږ نه اورېدو له امله یې دغه پل د دوه مېلیونه افغانیو په ارزښت په شخصي لګښت رغولی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د دغه پل په جوړولو کې ورسره جلاوطنه افغانانو او د سیمې اوسېدونکو مالي مرسته کړې ده.
په سیمه کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دوی د طالبانو د حکومت تر چارواکو پورې د دغه پل د جوړېدو غوښتنې کړې وې؛ خو هېڅ چارواکي یې غږ وانه ورېدو او د سیمې خلک اړ شول، چې دغه پل په خپل شخصي لګښت جوړ کړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، تر دې وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې د ورښتونو او سېلابونو له امله یې نه شوای چې له دغې لارې ښار ته ولاړ شي.
دوی زیاتوي، چې له دې وروسته دوی بې له کوم ځنډ او خنډ څخه ښار ته په اسانۍ سره خپل ناروغان تر روغتونه رسولای شي.
د سرچینو په وینا؛ یاده سیمه د سېلانیانو لپاره هم ښکلې منظرې لري، چې له دې وړاندې سېلانیانو د ورښتونو او سېلابونو د ګواښ له امله یادې سیمې ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کاوه.