اوکراین وایي د کریمیا پل یې تر اوبو لاندې چاودېدونکو موادو سره الوځولی

۲ ورځې مخکې

د اوکراین استخباراتي ادارې(اېس‌بي‌یو) ویلي، چې دوی د روسیې او کریمیا ترمنځ ستراتیژیک پل د اوبو لاندې چاودېدونکو موادو په وسیله هدف ګرځولی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د برید لپاره ۱،۱۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي چې د سهار له خوا وچودول شول او د پله تر اوبو لاندې ستنې یې زیانمنې کړې.

یاد پل، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره یوه مهمه ملي پروژه ګڼل کېږي، د روسي ځواکونو لپاره یوه حیاتي اکمالاتي لاره بلل کېږي او تر دې مخکې هم په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې هدف ګرځېدلی و.

د روسیې اړوند رسمي سرچینو منلې چې د سهار له څلور بجو څخه تر اووه بجو پورې د پل فعالیت درې ساعته ودرېد، خو دوی د بندېدو لامل نه دی څرګند کړی.

اوکرایني چارواکو د برید یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د پل د ستنو ترڅنګ چاودنه ښکاري، خو رویټرز ویلي چې د ویډیو د اخیستنې وخت یې نه شي تاییدولای.

په ورته وخت کې، روسي نظامي بلاګرانو ادعا کړې چې برید ناکام و او دا یې د اوکراین د بحري ډرون برید ګڼلی دی.

نور خبرونه

رادیو