د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د امنیت شورا پنځه نوي غیر دایمي غړي وټاکل

۲ ورځې مخکې

بحرین، کولمبیا، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، لاتویا، او لایبیریا د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نویو غیر دایمي غړو په توګه وټاکل شول.

ددغو هېوادونو کاري دوره د ۲۰۲۶ کال له جنوري پیلیږي او تر دوو کلونو پورې به دوام کوي.

دوی به له هغو پنځو نورو غیر دايمي غړو سره یوځای شي چې تېر کال ټاکل شوي وو. دا غړي ډنمارک، یونان، پاکستان، پاناما او سومالیادي،چې تر ۲۰۲۶کال پورې به خپله دوره بشپړه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټولټال ۱۵ غړي لري چې پنځه دايمي غړي یې ( چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او متحده ایالات) د ویټو واک لري او لس غیر دايمي غړي یې د عمومي اسامبلې له خوا د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي.

نور خبرونه

رادیو