د هالنډ صدراعظم ډک شوف نن سې شنبه څو ساعته وروسته له هغه له خپلې دندې لاس پر سر شو، چې سخت دریځي او د مسلمانانو ضد سیاستوال ګیرت ویلدرز خپل ګوند (PVV) له واکمن ایتلاف څخه وایست.
د ویلدرز دا ناڅاپي پرېکړه به ممکن د نویو سملاسي انتخاباتو لامل شي.
د هغه د ګوند وزیران به له کابینې وځي او پاتې وزیران به د سرپرست حکومت په توګه کار ته دوام ورکړي.
شوف وویل چې استعفا یې د سیاسي بې ثباتۍ او د ایتلاف د نشتوالي له امله ورکړه.
ویلدرز د سې شنبې په ورځ وویل چې ګوند یې ځکه له ایتلاف ووت، چې نورو شریکو ګوندونو د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه د هغه پلانونه نه منل.
د نویو انتخاباتو تمه تر اکتوبر مخکې نه کیږي او د نوي حکومت جوړېدل به ممکن څو میاشتې وخت ونیسي.