ټاکل شوې ده، چې نن دوشنبه به روسي او اوکرایني چارواکي د سولې دویم پړاو مخامخ خبرو اترو لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې سره راټول شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ دا له ۲۰۲۲کال وروسته د سولې د مخامخ خبرو دویم پړاو دی، چې لومړی پړاو یې هم د تېرې (مئ میاشتې په ۱۶مه) ترکیه کې ترسره شوی و.
په لومړي پړاو خبرو کې له اوربند او سولې ته له نږدې کېدو پرته یوازې د ۱۰۰۰ – ۱۰۰۰ پوځي یرغمل شویو پر تبادله هوکړه شوې وه.
په دغه خبرو کې به د اوکراین پلاوي مشري د دغه هېواد د دفاع وزیر رستم عمروف او د روسیې له لوري د کرملېن سلاکار ولادیمیر مېدینسکي ګډون کوي.
په راپور کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د امریکا او اروپا استازي هم ګډون کوي؛ خو د ګډون کوونکو استازو شمېر لا نه دی په ډاګه شوی.
که څه هم له دې وړاندې د دواړو لوریو شرطونه تر دې وړاندې د نه منلو وړ بلل شوي وو؛ خو روسي چارواکو ویلي، که اوکراین له ډيپلوماټيکو لارو د سولې خبرې وځنډوي؛ نو تاوان به وکړي.