په پاکستان کې په یوه میاشت کې په ۸۵ بریدونو کې ۱۱۳ تنه وژل شوي

۲ ورځې مخکې

‏د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) په خپل تازه څېړنیز رپوټ کې لیکلي چې تېره می میاشت په پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې ۱۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

په رپوټ کې راغلي چې د می میاشتې بریدونو کې د اپرېل میاشتې پرتله پنځه سلنه زیات‌والی راغلی.

‏د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) تېره ورځ په پاکستان کې د می میاشتې ترسره شوي بریدونو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د یاد مرکز د میاشتنۍ امنیتي ارزونې له مخې، په می میاشت کې ۸۵ وسله وال بریدونه ثبت شوي، چې د اپریل په میاشت کې د ۸۱ بریدونو څخه یو څه زیات دي.

ددې بریدونو په په پایله کې ۱۱۳ کسان وژل شوي دي.

په وژل شويو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي سرتېري، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسله وال او د سولې کمیټې څلور غړي شامل دي.

په ټولیزه توګه ۱۸۲ کسان ټپیان شوي دي، چې ۱۳۰ ملکي وګړي، ۴۷ د پاکستان امنیتي پرسونل، څلور وسله وال او د سولې کمیټې یو غړی پکې شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان امنیتي پرسونل په مرګ ژوبله کې ۷۳ سلنه زیاتوالی راغلی، او د ملکي وګړو په ټپي کیدو کې ۱۴۵ سلنه زیاتوالی راغلی .

د رپوټ له مخې د اپریل په میاشت کې ۵۳ ملګي وګړي ټپیان شوي او په می کې ۱۳۰ ته ټپیان شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په منځ کې ټپیان ۲۰ سلنه کم شوي، چې له ۵۹ څخه ۴۷ ته راټیټ شوي دي.

د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا په روانه میاشت کې پیل شویو عملیاتو کې، لږ تر لږه ۵۹ وسله وال وژل شوي، په داسې حال کې چې پنځه امنیتي پرسونل وژل شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د استخباراتو پر بنسټ د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ شکمن وسله وال هم نیولي دي.

د وسله والو بریدونو او امنیتي عملیاتو په یوځای کولو سره، د می په میاشت کې د مرګ ژوبلې ټولټال شمېر ۱۷۲ ته رسیدلی.

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز د شمېرو له مخې زیاتره بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.

دا رپوټ په داسې حال کې خپریږي، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅو ازادۍ غوښتونکو له لوري بریدونو زور اخیستی دی.

نور خبرونه

رادیو