د ۲۰۲۵ کال د نړۍ ښایسته نجونو سیالي د تایلنډ استازې «اوپال سوچاتا چونګسري» پر سر له تاج اېښودنې سره پای ته ورسېده، خو د برېټانیا استازې «میلا مېګي» ددغو مراسمو تنظیموونکي له دې او نورو ګډونوالو په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړل.
د نړۍ د ښایسته نجونو ۷۲ مه سیالي تېره شنبه د هندپه حیدراباد ښار کې ترسره شوه.
د سیالۍ په پای کې، اوپال سوچاتا چونګسري د ۱۰۸ ګډونوالو له منځه تاج واخیست او د نړۍ د ښایسته نجلۍ لقب یې ترلاسه کړ. د ایتوپیا استازې هست دیرج اډماسو دویم مقام ترلاسه کړی دی.
نوې ښکلې نجلۍ ته دغه تاج د تېر کال ګټونکې کرسټینا پیشکووا وسپاره.
اوپال سوچاتا د هند له یوه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «زه ډېر ویاړمنه او خوشحاله یم. دا زما لپاره لوی افتخار دی چې لومړی ځل د نړۍ د ښایسته جینۍ تاج تایلنډ ته وړم. هیله لرم چې زما هېوادوال پرې وویاړي. که موقع راکړل شي، غواړم په بالیووډ فلمونو کې هم ولوبېږم».
د برېټانیا استازې اعتراض
خو د تاج اېښودنې د مراسمو پرمهال ناندرۍ هم راپورته شوې.
د برېټانیا استازې میلا مېګي تنظیموونکي تورن کړل چې له دې یې یوازې د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخېستی دی.
ګارډین ورځپاڼې د مېګي له خولې لیکلي چې هغې د ښوونځي د نصاب لپاره د سي پي ار زده کړې د معرفي لپاره سیالیو کې برخه اخیستې وه، خو له پای سیالۍ مخکې یې سیالۍ پرېښودې او ویې ویل داسې احساس کوي چې هغه او نورې نجونې یوازې د پانګوالو د ساتیري لپاره هلته دي.
د سیالیو تنظیموونکو په یوه اعلامیه کې د مېګي خبرې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې دا تورونه په سیالیو کې ددې د ګډون له واقعیت سره په ټکر کې دي.
د تنظیموونکې ادارې اجرایوي مشرې جولیا مورلي هندو ورځپاڼې ته ویلي چې مېګي ځکه سیالۍ پرېښودې چې فکر یې کاوه سیالي به ونه ګټي.
د یورو نیوز د رپوټ له مخې، مېګي په ځواب کې دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې هغې ځکه سیالۍ پرېښودې چې خپلو ارزښتونو ته وفاداره پاتې شي.
هغې وویل: «ما غوښتل له هغه څه دفاع وکړم چې باور پرې لرم، خو دغه سیالي زما له ارزښتونو سره سمه نه وه».