د جرمني یوې اداري محکمې د دې پرېکړې اعلان وکړ چې د جرمني په خاوره کې د سرحدي کنټرول له خوا د پناه غوښتونکو ردول غیرقانوني دي.
په دې اعلامیه کې د درې سوماليايي پناه غوښتونکو (دوو نارینه وو او یوې ښځې) یادونه شوې چې پولنډ ته له دې امله استول شوي، چې جرمني ته یې له خوندي هېواد څخه د داخلېدو هڅه کوله.
د دوشنبې پرېکړه ښايي د فریدریښ میرڅ حکومت د مهاجرت پالیسۍ وننګوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت لا تر اوسه کوم ځواب نه دی ورکړی.
د برلین محکمې ویلي، چې د غوښتونکو ردول غیرقانوني وو او د پناه غوښتنه باید د اروپايي اتحادیې د ډوبلین قوانینو له مخې جرمني ته وړاندې شوې وای.