د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه) د غزې په بېلابېلو سیمو کې ۵۴ فلسطینیان وژلي دي.
د راپور له مخې؛ په دغه بریدونو کې هوایي بمبارۍ او ځمکني عملیات شامل دي.
د معلوماتو پر بنسټ اسراییلي ځواکونو تېره ورځ په غزه کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د راټولو شویو کسانو پر یوې جوپه مخامخ ډزې کړې دي.
په دغه ډزو کې ۳۰ فلطسینیان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي.
د ماشوم ساتنې نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر بشري ادارو د اسراییلي ځواکونو دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.
له دې ور هاخوا د روانو جګړو له امله په غزه کې لوږه هم مخ په پراخېدو ده او لا تر اوسه سلګونه کسان د خوړو نشتوالي له کبله هم مړه شوي دي.
اسراییلي ځواکونو غزې ته د هر ډول بشري مرستو لېږد کاروانونه ودرولي او اجازه نه ورکوي، چې هلته خوراکي او نور اړین توکي یوسي.