انالنا بربوک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه

پرون

د جرمني د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره انالنا بربوک د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه.
نوموړې د دې ۸۰ کلنې نړۍوالې ادارې په تاریخ کې لومړنۍ اروپایي او په ټوله کې پنځمه ښځه ده، چې دې مقام ته رسېږي.

۴۴ کلنې بربوک چې د جرمني د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره وه، په پټو رایو کې د ۱۹۳ غړیو هېوادونو له جملې څخه د ۱۶۷ هېوادونو رایه ترلاسه کړه او پرته له سیالۍ یې دا دنده ترلاسه کړه.

بربوک به د سپټمبر له نهمې څخه خپله یو کلنه دوره پیل کړي.

نوموړې له ټاکل کېدو وروسته ټینګار وکړ، چې غواړي له ټولو غړو سره د اعتماد پر بنسټ خبرې اترې وکړي او ویې ویل: «زما دفتر تل د ټولو پر مخ خلاص دی، ګډ کار کول غوره دی.»

هغې همداراز ژمنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو په جوړښتي اصلاحاتو به کار وکړي، شفافیت به زیات کړي، یوازې په رسنیو او تشریفاتو نه، بلکې د عمومي مجلس په رول په ځانګړي ډول د سازمان د راتلونکي عمومي منشي په ټاکنه کې به پراختیا راولي.

بربوک د ملګرو ملتونو د بودیجې د دوامدار تامین او د سیستم د اغېزمنتیا د لوړولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو سیمو او ډلو ګډون باید په اصلاحاتو کې شامل وي.

یاده دې وي، چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د بربوک دوره د ځینو مواردو په ځانګړي ډول د غزې په کړکېچ کې د اسراییل ملاتړ ته د هغې څرګند موقف له امله له ځینو نیوکو سره هم مل وه.

د ملګرو ملتونو د عمومي مجلس د رییس رول د ۱۹۳ غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او تنظیم په برخه کې مهم دی.

نور خبرونه

رادیو