روسیه او اوکراین د ۱۲ زرو وژل شویو سرتېرو مړي سره تبادله کوي

پرون

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د سولې د خبرو پر مهال هوکړه وکړه چې نور جنګي اسیران به تبادله کړي او د شاوخوا ۱۲زرو وژل شویو سرتېرو جسدونه به یو بل ته وسپاري.

دواړو اړخونو نږدې یو ساعت د خبرو لپاره سره ولیدل. دا له ۲۰۲۲ کال وروسته دویم ځل دی چې دواړه لوري مخامخ خبرې کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا لیدنه ښه ناسته وبلله او هیله یې وښوده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په ترکیه کې مخامخ خبرې وکړي.

خو د اوربند په اړه، چې کیېف، اروپايي هېوادونه او واشنګټن پرې ټینګار لري، هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د اوکراین وروستي برید چې د مسکو تر ټولو ګرانبیه اتومي الوتکې یې پکې په نښه کړې دي، هم د جګړې د شدت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د کرملېن سلاکار ولادیمیر میدینسکي وویل چې روسیې د بشپړ اوربند لپاره مفصل یادښت او شرایط اوکراین ته سپارلي دي.

همداراز، روسیې یو موقتي اوربند وړاندیز کړی چې د دوو یا دریو ورځو لپاره به وي، څو د سرتېرو جسدونه راټول شي.

د خبرو له لومړۍ دورې وروسته، دواړو خواوو خپل زر تنه اسیران سره تبادله کړي وو. په نوې تبادله کې به زیات تمرکز پر سختو ټپیانو او ځوانو بندیانو وي.

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف وویل چې مسکو د سولې تړون یو لاسوند هم شریک کړی، چې اوکراین به یې وارزوي.

اوکراین وړاندیز کړی چې د جون تر پایه باید نورې خبرې وشي خو د زیلینسکي او پوتین ترمنځ له مخامخ لیدنې پرته یې ستونزې نه‌حلېدونکې بللې دي.

نور خبرونه

رادیو