د هند د دفاعي چارو رییس جنرال انیل چوهان: هند د ترهګرۍ خلاف نوې سیاسي «سره کرښه» کاږلې ده

۲ ورځې مخکې

د هند او پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو د شانګري-لا نړیوالې امنیتي غونډې پر مهال توند دریځونه سره تبادله کړل. د هند د دفاعي چارو لوی رییس جنرال انیل چوهان د ترهګرۍ خلاف د هند "سرې کرښې" ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې د پاکستان د ګډو ځواکونو رییس د کشمیر د ژر حل غوښتنه وکړه.

دواړو جنرالانو په سنگاپور کې د شانګري-لا د ۲۲مې غونډې پر مهال، چې د نړۍ مهمې امنیتي پېښې پکې تر بحث لاندې راځي، په جلا جلا تالارونو کې برخه واخیسته، خو د یو بل د دریځونو په ځواب کې یې څرګندونې وکړې.

د غونډې پر مهال جنرال چوهان وویل، « هند د ترهګرۍ پر ضد یوه نوې سیاسي سره کرښه راکاږلې ده، موږ شاوخوا دوه لسیزې د ترهګرۍ نیابتي جګړه زغملې ده او اوس غواړو چې دا ختمه شي».

هغه وروستیو " سندور عملیاتو" ته اشاره وکړه، چې هند د اپرېل ۲۲مې پېښې په غبرګون کې پر پاکستان وکړل. جنرال چوهان وویل، دا عملیات باید پاکستان ته یو "درس" وي، چې هند نور د زغم ظرفیت نه لري.

بل‌خوا، د پاکستان د ګډو ځواکونو رییس جنرال شمشاد میرزا، د "سیمه‌ییزو بحرانونو د مدیریت" په نوم پینل کې، ټینګار وکړ چې باید له مدیریت نه حل ته تګ وشي.

هغه زیاته کړه، « کله چې بحران نه‌وي، نو کشمیر هم نه‌يادېږي. اصلي مساله د هند او پاکستان ترمنځ همدا ده، د حل نشتوالی کولی شي د ویجاړوونکې جګړې سبب شي».

میرزا وویل چې د هند دا هڅه چې د لویدیځ له خوا د "سیمه‌ییز امنیت چمتو کوونکي" په توګه ومنل شي، د خبرو اترو مخه نیسي.

نور خبرونه

رادیو