د سولې خبرو په درشل کې د روسیې او اوکراین جګړه نوره هم سخته شوې

۲ ورځې مخکې

په داسې حال کې، چې د اوکراین ولسمشر په استانبول کې خبرو اترو ته چمتووالی اعلان کړی، د کیېف او مسکو ترمنځ جګړه یوې نوې خطرناکې مرحلې ته رسېدلې، ځکه دواړو لوریو یو پربل پراخ ډرون بریدونه وکړل او اتومي الوتکې او یو پل په نښه شول.

د اوکراین ولسمشرولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د هغه د دفاع وزیر رستم عمروف به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د روسیې له استازو سره د سولې په دویم پړاو خبرو کې ګډون وکړي.

دا خبرې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري وړاندیز شوې وې او تر دې دمه یوازینی لوی پرمختګ د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ده. خو لا هم دواړه اړخونه د سولې پر سر څه ګډ دریځ نه لري.

د خبرو په درشل کې، په روسیې کې د بریانسک سیمې پر یوه پله چاودنه وشوه چې یو اورګاډی ترې لاندې پرېوت او اووه کسان پکې ووژل شول او ۶۹ نور ټپیان شول. په اورګاډي کې ۳۸۸ کسان سپاره وو. تر اوسه هېڅ لوري د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

اوکراین د روسیې پر اتومي بم غورځوونکو الوتکو، چې د سایبریا په "بلایا" هوايي اډه کې ځای پر ځای شوې وې، برید وکړ. روسیې هم تېره شپه پر اوکراین ۴۷۲ډرونونه توغولي چې دا د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لویه حمله بلل شوې. همداراز، اووه توغندي هم توغول شوي دي. په دغو بریدونو کې د ۴۰ الوتکو او څلورو هوايي ډګرونو په نښه کولو ادعا شوې ده. رویټرز دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.

د روسیې پوځ ویلي چې دوی د اوکراین د سومي سیمې په لور پرمختګ کړی.

نور خبرونه

رادیو