اوکراین ۴۱ روسۍ بم وړونکې الوتکې وېشتلې دي

۲ ورځې مخکې

د یوه اوکرایني امنیتي چارواکي او انلاین خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د اوکراین استخباراتي ادارو د یکشنبې په ورځ د روسیې په هوایي اډو کې ۴۰ ستراتیژیکې بم اچوونکې الوتکې په نښه کړې دي. د برید لپاره ډرون الوتکې په باروړونکو ګاډو کې لېږدول شوې دي.

رویټرز وايي، چې په لاریو کې چت لرونکې لرګینې کوټې بار شوې وې او د هوایي اډو تر څنډو وړل شوې وې.

چارواکي وايي، چې ددغو کوټو چتونه د ریموټ کنټرول له لارې پورته کېدل، او بیا ډرونونه له هغه ځایه پورته کېدل او بریدونه یې کول.

د امنیتي چارواکو په وینا، د یکشنبې په ورځ د روسیې پر څلورو هوایي اډو بریدونه وشول، چې ټولټال ۴۱ روسۍ جنګي الوتکې هدف وګرځېدلې. رویټرز نه‌دی توانېدلی چې دا ادعا خپلواکه تایید کړي.

پر روسي ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې ستراتیژیکې بم اچوونکې الوتکې یو په بل پسې له هوا په نښه کیږي او لوګي ترې پورته کیږي. دغه الوتکې د ایرکوتسک په بیلایا هوایي اډې کې په نښه شوې دي.

د ایرکوتسک سیمه‌ییز والي ایګور کوبزېف تایید کړې چې د بیلایا هوایي اډې سره نږدې د سریدني کلي پر یوه نظامي واحد ډرون برید شوی، خو نه‌ یې ده روښانه کړې چې اصلي هدف څه و. هغه ویلي چې ډرونونه له یوې لارۍ توغول شوي.

اوکراین لرې واټن ویشتونکي توغندي نه لري او یا یې د توغولو اجازه نه لري، خو دا لومړی ځل دی، چې په جګړه کې کیېف یو نوی تکتیک کاروي.

روسي انلاین رسنۍ «بازا» چې ویدیو یې خپره کړې، ویلي دا ویدیو د بیلایا هوایي اډې ترڅنګ ساحه کې اخیستل شوې.

د ایرکوتسک په سیمه کې دغه هوایي اډه د توپولوف Tu-22M فوق‌الصوت اوږدواټنه بم اچوونکو الوتکو کور دی، چې له اوکراین سره جګړه کې توغندي کاروي.

د اوکراین امنیتي چارواکو ویلي، دا عملیات د "غڼې جال" تر نامه لاندې پلان شوي وو.

نور خبرونه

رادیو