د اوکراین او روسیې پلاوي د استانبول په چراغان ماڼۍ کې د خبرو لپاره سره جرګه کېږي

۲ ورځې مخکې

د اوکراین او روسیې پلاوي به د دوشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د مستقیمو خبرو دویم پړاو ترسره کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، ټاکل شوې چې دغه خبرې د چراغان په ماڼۍ کې د ماسپښین پر یوه بجه پیل شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دوی د پلاوي مشري به د دغه هېواد د دفاع وزیر روستم عمروف کوي.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې دوی اوکراین ته وړاندیز کړی چې د جون پر ۲مه نېټه دې د خبرو نوی پړاو په استانبول کې وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ولادیمیر مېدېنسکي به د روسي پلاوي مشري وکړي.

تمه ده، چې دا خبرې د اوکراین-روسیې د روان کړکېچ په حل کې مهم پرمختګونه رامنځته کړي.

په داسې حال کې، چې د اوکراین ولسمشر په استانبول کې خبرو اترو ته چمتووالی اعلان کړی، خو د کییف او مسکو ترمنځ جګړه یوې نوې خطرناکې مرحلې ته رسېدلې او دواړو لوریو یو پربل پراخ ډرون بریدونه وکړل او اټومي الوتکې او یو بل په نښه کړل.


نور خبرونه

رادیو