حماس د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې دوی چمتو دي څو سمدستي له اسراییل سره د اوربند د هوکړې پر اختلافي مواردو «غېرمستقیم» خبرې وکړي.
حماس تر دې وړاندې د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویتکاف د وړاندیز شوي پلان په ځواب کې اعلان کړی و، چې د ۲۸ ژوندي او وژل شویو یرغمل شویو د سپارلو سره موافقه لري، خو لا هم د جګړې د پای ته رسېدو او د اسراییلي ځواکونو د وتلو پر غوښتنو ټینګار کوي.
اخوا، امریکا او اسراییل بیا د حماس دغه غوښتنې د نه منلو وړ بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس بیا د شنبې په ورځ په یوې خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې دوی د لسو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو او د ۱۸ نورو جسدونو سپارلو ته چمتو دي؛ خو په بدل کې یې د اسراییل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کول غواړي.
حماس په خپله اعلامیه کې لیکلي، دا ځواب د اوږدمهالي اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسراییل بشپړ وتلو او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه ورکړل شوی دی.