د امریکا سترې محکمې د ټرمپ دولت د ځینو کډوالو د لنډمهالي وضعیت د لغوه کېدو اجازه ورکړه

۲ ورځې مخکې

د متحده‌ایالاتونو سترې محکمې د جمعې په ورځ د ډونالډ ټرمپ دولت ته اجازه ورکړه چې د ګڼ شمېر کډوالو لنډمهالی قانوني وضعیت پای ته ورسوي. دا پرېکړه د ونزویلا، کیوبا، هایتي او نیکاراګوا د هغو سلګونو زرو کډوالو پر ژوند اغېزه کوي چې دا مهال په امریکا کې اوسېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا کډوال له دې وړاندې د «د کډوالۍ پارول» په نوم له یوه پروګرام نه برخمن وو چې هغوی ته یې اجازه ورکوله څو په لنډمهالي ډول په امریکا کې پاتې ژوند او کار وکړي. دا پروګرام د مخکېني ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال پیل شوی و، تر څو د بشري دلایلو او د عامه ګټو له لپاره د دې کډوالو د سملاسي ایستلو مخنیوی وشي.

د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم، د خپل کار په لومړۍ ورځ د دغه پروګرام د پای ته رسېدو امر وکړ. د امریکا د کورني امنیت وزارت هم د مارچ په میاشت کې د دغه پروګرام د له‌منځه تلو خبر ورکړ.

تر دې مخکې په ماساچوسټ ایالت کې یوه فدرالي قاضي د حکومت د دغه اقدام د ځنډېدو حکم ورکړی و، خو اوس سترې محکمې دا حکم وځنډاوه. دا مانا لري چې حکومت کولای شي تر هغو چې ټیټې محکمې خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، یاد کډوال له امریکا نه وباسي.

د سترې محکمې دوه لیبرال قاضیانو د دې پرېکړې مخالفت کړی دی. یوه قاضي کیتانجي براون جکسن ویلي چې دا پرېکړه کولای شي د زرګونو کورنیو ژوند او راتلونکی ناڅاپه له ګواښ سره مخ کړي، په داسې حال کې چې د هغوی حقوقي دوسیې لا هم پوره نه دي ارزول شوي.

د یادونې ده چې د له امریکا نه د یو شمېر هېوادونو د کډوالو ایستلو موضوع د ټرمپ د سیاستونو یوه قوي برخه ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو