د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې پر ۳۰مه وویل چې د روسیې له خوا د اوکراین پر ښارونو بریدونه، په داسې حال کې چې له کییف سره د سولې خبرې روانې وې، هغه ډېر حیران کړی.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې وویل: "ما داسې پېښې ولیدې چې راته ډېرې حیرانوونکې وې. پر ښارونو لکه کییف توغندي وویشتل شول، هغه هم په داسې حال کې چې ښايي خبرې نږدې وي چې پای ته ورسېږي."
نوموړي زیاته کړه:"ناڅاپه پر څو ښارونو توغندي وویشتل شول او خلک پکې ووژل شول. ما داسې څه ولیدل چې هېله نه لرم، او زه له ناڅاپي پېښو بد وینم، نو په دې برخه کې ډېر ناهیلی یم."
د مې له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې درې پرلهپسې ورځې، روسیې د اوکراین پر ښارونو پراخ ډرون او توغندوييز بریدونه وکړل، چې پکې له ۶۰۰ ډېر ډرونونه او لسګونه توغندي توغول شوي وو، دا تر اوسه د جګړې له خورا درنو بریدونو څخه ګڼل کېږي.