د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا فډرالي چارواکي دا مهال هغه سایبري هڅه څېړي چې موخه یې د سپینې ماڼۍ د دفتر مشرې سوزي وایلز هویت څخه جعلي ګټه اخیستنه بلل شوې ده.
په راپور کې زیاته شوې، وایلز خپلو همکارانو ته ویلي، چې جعل کوونکي د هغې د موبایل ځینو اړیکو ته لاسرسی موندلی او له دې لارې یې د هغې شخصي شمېرې ترلاسه کړې دي.
یادې ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۸مه) د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په تېرو اونیو کې سناتورانو، والیانو، د امریکايي شرکتونو لوړپوړو مدیرانو او یو شمېر نورو پېژندل شویو څېرو داسې پیغامونه او اړیکې تر لاسه کړې، چې استوونکي یې ځان د سوزي وایلز په نوم معرفي کړی دی.
تر اوسه سپینې ماڼۍ او د امریکا فډرالي پولیسو په دې اړه هېڅ ډول څرګندونې نه دي کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې سپینه ماڼۍ د سایبري برید هدف ګرځي، بلکې څو ورځې مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د روانې میاشتې په پیل کې یو هېکر د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مایک والټز د مخابراتي خدماتو سېستم ته ننوتی او د ګڼ شمېر امریکايي چارواکو پیغامونه یې تعقیب او ترلاسه کړي دي.
سوزي وایلز ترې دمخه په ۲۰۲۴ کال کې هم د امریکا د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د یو سایبري برید هدف ګرځېدلې وه.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې د سوزي وایلز د هویت د جعل هڅه چا کړې، خو د تېر زېږدیزل کال په وروستیو کې سپینې ماڼۍ چین تورن کړ، چې د «مالګې طوفان» په نوم یې پراخ سایبري بریدونه پرې کړي دي.
سپینې ماڼۍ وویل، په دغو بریدونو کې هېکرانو د امریکا د لوړپوړو سیاسي چارواکو ټیلیفوني تماسونه تعقیب او ثبت کړي دي.