د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې کابل ته یې وروستی سفر ډېر ګټور و او پاکستان پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په هدف په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه لوړه او سفیر وګوماري.
نوموړي د جمعې په ورځ پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې مثبت لور ته رواني دي.
اسحاق ډار ویلي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په کابل کې د شارژدافیر کچه د سفیر په توګه لوړه کړي.
اسحاق ډار ویلي:« زه ډاډه یم چې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ، په ځانګړي ډول په اقتصادي، امنیتي، ترهګرۍ ضد او سوداګرۍ برخو کې د ژورې همغږۍ د پراخوالي سبب شي.»
د پاکستان د بهرنیو چاروز وزیر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د خپلو ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو خبر په داسې مهال ورکوي، چې په پاکستان کې یوې ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د رسمي سفر بلنه منلې او ډېر ژر به اسلام اباد ته سفر وکړي. د دغه سفر د ترسره کیدو دقیقه نېټه لا نه ده معلومه، خو سرچینې ویلي، ښایي په جون میاشت کې وشي.
سرچینې زیاتوي، چې په افغانستان کې د «ټي ټي پي» مهارول او پاکستان ته د یادې ډلې په لیکو کې د افغان وسلهوالو مخنېوی به د دغه سفر پر مهال د بحث مهم ټکي وي.