پاکستانی جنرال: پاکستان او هند پر پوله د سرحدي ځواکونو د کمولو ووروستي پړاو ته نږدې شوي دي

۴ ورځې مخکې

د پاکستاني پوځ لوړپوړي جنرال شمشاد میرزا رویټرز ته ویلي، چې هند او پاکستان نږدې دي خپل پوځونه هغې کچې ته راولي چې د روانې میاشتې د شخړې له پیل مخکې و. نوموړي زیاته کړې دواړو خواوو د اپریل پر ۲۲مه نېټه د برید وروسته پر پوله ځواکونه زیات کړي وو، خو اوس یې د کمولو بهیر پیل شوی دی.

میرزا رویټرز ته وویل:«موږ نږدې و چې د اپرېل تر ۲۲ مې وړاندې حالت ته ور وګرځو، ښايي اوس هم هغه حالت ته رسېدلي یوو.»

بل خوا تر اوسه د هند د ګډو ځواکونو مسولینو د میرزا د څرګندونو په اړه رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

دغه پاکستانی جنرال چې دا مهال په سنګاپور کې د شینګر یلا ډیالوګ امنیتي کنفرانس کې ګډون لري ویلي:« سره له دې چې د دې شخړې پرمهال د اټومي وسلو د کارونې هېڅ هڅه نه وه شوې، خو وضعیت خورا خطرناک و.»

نوموړي زیاته کړه:«دا ځل هېڅ ونه شول، خو تاسې هېڅکله نشی ویلی، چې ستراتیژیکه تېروتنه به ونه شي. کله چې بحران وي، نو غبرګونونه به هم وي.»

نوموړي ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې خطر نور هم لوړی شوی، ځکه داځل د دواړو لوریو بریدونه یوازې تر کشمر محدود نه وه، بلکي د یو بل په خاوره کې پر نظامي ځایونو باندې بریدونه شوي دي.

جنرال میزرا ویلي:« دا شخړه د دوو اټومي ګاونډيانو ترمنخ د جګړې حدونه راکموي، په راتلونکي کې به دا یوازې کشمیر پورې محدوده نه وي، بلکې د هند او پاکستان توله خاوره به پرې اغېزمنه شي. دا ډېر خطرناک تمایل دی.»

د هند او پاکستان ترمنځ ناندریو هغه مهال زور واخیست چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول. هند د یاد برید د غچ اخیستو وروسته پر پاکستان هوايي بریدونه وکړل او دواړو هېوادونو پر پوله باندې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړل.

نور خبرونه

رادیو