د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، د روسیې د سترې محکمې لهخوا د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز ځنډول به مسکو ته دا زمینه برابره کړي چې له کابل سره شراکت پراخ کړي.
شویګو په مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې وویل، « د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه، د روسیې سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د طالبانو پر فعالیتونو ، چې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل دي، بندیز وځنډوي، خو دا ګام به موږ ته دا امکان راکړي چې له کابل سره اضافي شراکت جوړ کړو، داسې شراکت چې د روسي او افغاني ولسونو په ګټه وي».
نوموړي زیاته کړه، « موږ کولی شو په شانګهای سازمان کې د افغانستان لپاره د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل موضوع هم مطرح کړو».
هغه له ناستې وروسته په یوه غونډه کې وویل، چې د روسیې یوه پلاوي تازه افغانستان ته سفر کړی او هلته یې له طالب چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
شویګو د امنیتي چارو د لوړپوړو استازو د ۱۳مې نړیوالې ناستې تر پای وروسته وویل، « د بېلګې په توګه، د امنیت شورا یوه پلاوي د ولسمشر[پوتین] په لارښوونه افغانستان ته سفر کړی، څو له افغان سیالانو[طالبانو] سره دا وڅېړي چې بل ګام باید څه وي او څنګه او چیرې باید حرکت وکړو. دا طبعاً د ترانسپورتي دهلیزونو، د بیلابیلو ډولونو کانونو د ګډې پراختیا، د سوداګرۍ پراخولو او کرنې سره تړاو لري».
شویګو وویل، د افغانستان اړوند موضوعات په مسکو کې د امنیتي چارو په غونډه کې هم مطرح شول.
د انټرفاکس د رپوټ له مخې، شویګو په خپلو خبرو کې د منځني ختیځ وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، تېره اونۍ یې د مختلفو هېوادونو د کارپوهانو له پلاویو سره یوه ګډه ناسته وکړه چې د امنیت شوراګانو د منشیانو د غونډې لپاره تیاری ونیسي او اسناد ترتیب کړي.
د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالې ادارې د تازه نوملړ له مخې، د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز ځنډولو پرېکړه د می په ۲۶مه رسمي شوې او طالبان د ترهګرو ډلو له ثبت شوي نوملړه موقتي لرې شوي دي.
یاده پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنوف د غوښتنې پر بنسټ شوې ده.
دا غونډه چې د روسیې ملي مرکز کې د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې د سرګي شویګو په مشرۍ روانه ده، له ۱۰۰د زیاتو هېوادونو او ۱۴ نړیوالو سازمانونو ۱۲۵ استازو پکې ګډون کړی دی.
په دې غونډه کې په مسکو کې د طالبانو شارژدافیر د ناظر په توګه ګډون کړی دی.