اسراییل هوایي بریدونو په غزه کې د پنجنشبې په ورځ ۴۴ کسان وژلي

۵ ورځې مخکې

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، د اسراییل هوایي او ځمکني بریدونو د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه ۴۴ فلسطینیان وژلي، پدغه کسانو ۲۳ یوازې په یو کور کې وژل شوي دي.

د ملکي دفاع مشر محمد المغیر دای ایف پي خبري اژانس ته ویلي: "د اسراییل بریدونو له امله په غزه کې ۴۴ کسان وژل شوي، یوازې د القریناوي کورنۍ پر کور د برید له امله ۲۳ کسان وژل شوي، ګڼ نور ټپیان، او یو شمېر نور لا هم تر خاورو لاندې دي." دا کور د البریج کډوالو کمپ ختیځ لوري ته وو.
نوموړي زیاته کړه چې نن سهار د غزې جنوب ته، د مورګ سیمې په یوه برخه کې د امریکایي مرستې مرکز ته نږدې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دای ایف پي له خوا د پوښتنې په ځواب کې، د اسراییل پوځ ویلي چې د البریج او مرستې مرکز پر پېښو "پلټنه روانه ده".

یاد امریکايي ملاتړ لرونکی مرستندوی مرکز د غزې لپاره د مرستو وېش یوه نوې طرحه ده، چې اسراییل وايي هدف یې دا دی چې مرستې د حماس لاس ته و نه لوېږي، خو د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له خوا دا طرحه تر نیوکې لاندې راغلې.

د البریج له سیمې اخیستل شوې ویډیوګانې ښيي چې فلسطینیان د ویچاړې شوې ودانۍ تر خاورو او دوړو لاندې د خپلوانو لټون کوي.

نور خبرونه

رادیو