فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته تر لنډمهالي وخت پورې د تعرفو راټولولو اجازه ورکړه

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۸

یوې فدرالي استیناف محکمې د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ولسمشر ټرمپ اداره کولای شي د بیړني حالت د صلاحیتونو قانون له مخې تعرفې (مالیه) راټوله کړي، محکمې ویلي چې دا کار تر هغې کولی شې د دې پرېکړې پر ضد د حکومت استیناف روان وي.

تر دې وړاندې، یوه فدرالي قاضي د ټرمپ له‌خوا د یاد قانون د کارونې مخه نیولې وه. دغه پرېکړه د امریکا د نړیوالې سوداګرۍ محکمې درې قاضیانو له خوا د ورته یوه پراخ حکم له اعلان یوه ورځ وروسته وشوه.

بل‌خوا، د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۵۰۰ هغو ښارونو او سیمو لست خپروي چې د "پناه ښارونو" په توګه پېژندل شوي، او وايي د ټرمپ د حکومت له کډوالۍ قوانینو سره همکاري نه کوي.

دا خبرداری به په رسمي توګه هرې سیمې ته واستول شي، څو پر هغو ځایونو فشار زیات شي چې د حکومت په وینا د پراخو ایستنو پر وړاندې خنډ ګرځي.

تېره میاشت، ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د کورنیو چارو وزیر او لوی څارنوال ته امر شوی و څو د هغو ایالتونو او ښارونو نوملړ خپور کړي چې د فدرالي کډوالۍ له قوانینو سره مخالفت کوي.

نور خبرونه

رادیو