د ټرمپ ادارې د بهرنیو چارو وزارت د پراخ بدلون اعلان وکړ

۵ ورځې مخکې

د ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت کې به پراخ بدلونونه راولي. پدې پلان کې زرګونه دندې له منځه وړل کیږي، د بشري حقونو څانګې ته د "لوېدیځو ارزښتونو" تمرکز ورکول، او د کډوالو چارو ادارې ته د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي مسؤولیت سپارل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا بدلونونه به وزارت ساده، چټک او موثر کړي، څو د امریکا ګټې خوندي او امریکایان خوندي وساتل شي. د نوي جوړښت له مخې، شاوخوا ۴۵ سلنه کورني دفترونه به یوځای، لغوه یا ساده شي، او له ۱۸،۷۸۰ کارکوونکو څخه به ۳،۴۴۸له مدني او ډېپلوماټيکو دندو لرې شي.

په دغه نوي پلان کې یوازې هغه کسان اغېزمنېږي چې د امریکا دننه دي، خو بهر میشت یا محلي کارکوونکي نه متاثریږي.

د پلان له مخې، یو نوی مرستیال وزیر به د بهرنۍ مرستې او بشري چارو مشري وکړي، چې ډېره دنده به یې د USAID له منحل شوې ادارې پاتې کارونه وي.

همداراز، د دموکراسۍ او بشري حقونو څانګه به د لوېدیځو ارزښتونو پراساس له سره تنظیم شي، او د کډوالو اداره به پر ناقانونه مېشتو کسانو د قانوني ستنولو تمرکز وکړي.

نور خبرونه

رادیو