په بنګله دېش کې د دغه هېواد د اپوزیسیون ګوندونه یو وار بیا سړکونو ته راوتي او د ټاکنو غوښتنه کوي.
د بنګله دېش نشنلېسټ ګوند غواړي، چې د محمد یونس لنډمهاله حکومت دې د روان کال په ډسمبر میاشت کې ټاکنې وکړي.
دغه لاریونونو په ډاکه ښار کې د خلکو ورځنی ژوند ګډ وډ کړی دی.
تر دې وړاندې محمد یونس ویلي و، چې ټاکنې به د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې ترسره شي.