سي‌اېن‌اېن: ښایي په راتلونکې ناسته کې ایران او امریکا وروستۍ هوکړې ته سره ورسېږي

۶ ورځې مخکې

سي‌اېن‌اېن د باخبره سرچینو له حوالې خبر ورکړی، چې ښایي په راتلونکې ناسته کې ایران او امریکا وروستۍ هوکړې ته سره ورسېږي.

د دغې رسنۍ په خپور شوي راپور کې راغلي، چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته سره نږدې شوې دي.

د راپور له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ راتلونکې ناسته چې د اټکل له مخې په منځني ختیځ کې جوړېږي، ښایي ایران او امریکا پکې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

تر دې وړاندې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د اېټالیا په روم ښار کې ترسره شو.

نور خبرونه

رادیو