د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا ټینګار وکړ، چې پاکستان تل په سیمه کې سوله غواړي او که هند له خپلې خوا همکاري او اخلاص وښيي؛ نو چمتو دی چې له هند سره د خبرو اترو لپاره کېني.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د اذربایجان په لاچین ښار کې د دویمې درې اړخیزې غونډې پرمهال په خپلې وینا کې کړې دي.
نوموړي یو وار بیا ویلي، چې هند د سند د اوبو له تړون څخه د وسلې په توګه کار اخلي.
هغه ویلي، د هند لهخوا پاکستان ته د اوبو بندولو خبره ناشونې ده او دوی به هیڅ وخت د دې اجازه ورنکړي او پر وړاندې به یې له ورته اقداماتو کار واخلي؛ ځکه دا خبره شونې نه ده.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان د ۲۴۰ مېلیونه وګړو ژوند او برخلیک د دغه اوبو سره تړلی دی.
د هغه په وینا:« که هند غواړي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه په پوره اخلاص خبرې وکړي؛ نو پاکستان هم چمتو دی، چې له دوی سره په دې مسله خبرې وکړي. موږ ترټولو ډېر د ترهګرۍ قرباني یو او په تېرو څو لسیزو کې په پاکستان کې ۹۰ زره کسان د ترهکرۍ قرباني شوي او ۱۵۰ مېلیارد ډالره اقتصادي زیانونه مو هم ګاللي دي.»
پاکستان تر دې وړاندې هم هند تورن کړی و، چې نیلم سېند ته یې د کشن ګنګا بند څخه بهېدونکې اوبه بندې کړې دي.
پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی و، چې د هند د دغه اقدام له امله په نیلم سیند کې د اوبو بهیر د معمول پرتله ۴۰ سلنه کم شوی دی.
پاکستان ادعا کوي، چې هند ورته د اوبو د بشپړ بندولو په موخه د چناب سیند سره د بیاس او راوي سیندونو د نښلولو پروژو چارې ګړندۍ کړې دي؛ خو هند بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خبرداری ورکړی و، چې اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدلی.