ملګري ملتونه ښايي خپل ۲۰ سلنه کارکوونکي کم کړي

۵ ساعتونه مخکې

د رویټرز خبري اژانس د رېپورټ له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان پلان لري چې د خپلې ۳.۷ مېلیارده ډالره بودیجې ۲۰ سلنه کمه کړي. دا پرېکړه کولای شي د دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۶ زره ۹۰۰ کارکوونکو دندې له‌منځه یوسي.

د دې پرېکړې لامل مالي ناورین او د امریکا له‌خوا له یاد سازمان سره د مرستو کمښت ښودل شوی دی. امریکا متحده‌ایالات هرکال د ملګرو ملتونو سازمان ته نږدې یو پر څلورمه بودیجه برابروي، خو اوس شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالره د دغه سازمان پوروړې ده.

د دې ترڅنګ، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د امریکا د بهرنیو مرستو کمښت د ملګرو ملتونو ډېری بشري پروګرامونه زیانمن کړي دي. همداراز، چین هم خپلې پیسې په ځنډ سره ورکوي چې دې کار د یاد سازمان ستونزه لا ډېره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مالي چارو مشر چندرامولي راماناثان په یوه یادښت کې ویلي چې د بودیجې کمښت د «UN80» په نوم د ارزونې پروګرام برخه ده. د دغه پروګرام موخه د ۲۱مې پېړۍ د ننګونو لپاره د ملګرو ملتونو چمتوکېدل، د انسانانو کړاو کمېدل او د ټولو لپاره ښه راتلونکی جوړول بلل شوي دي.

ټاکل شوې چې دا کمښتونه د راتلونکي کال د جنوري له لومړۍ نېتې وروسته پلي شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې ښايي د سازمان مختلفې څانګې سره یوځای، دفترونه ارزانه ښارونو ته ولېږدول شي او بې‌کاره او غیر ضروري جوړښتونه له‌منځه یوړل شي.

نور خبرونه

رادیو