رویټرز: مکرون د فلسطین د رسمیت پیژندنې پر پېچلې لار روان دی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۷

د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې لپاره د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون تمایل ډیر شوی، خو ډېپلوماټانو او شنونکو خبرداری ورکړی او وايي، ښايي په دې ګام سره اسراییل په غوسه شي او د لویدیزو هېوادونو ترمنځ اختلافات به لا ژور کړي.

رویټرز خبري اژانس د شنونکو او ډېپلوماټانو په حواله یوه راپور کې ویلي، که فرانسه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژنې ښايي د لویدیزو هېوادونو ترمنځ درز لا ژور شي او دا درزونه به یوازې تر اروپايي هېوادونو محدود پاتې نه شي بلکې د اسراییل قوي ملاتړی هېواد امریکا به هم خپه شي.

فرانسوي چارواکي دا ګام د فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو د جوړیدونکې ناستې وړاندې له سعودي عربستان سره په ګډه ارزوي.

پر همدغه مهال اېمانیول مکرون د چهار شنبې په ورځ د اندونیزیا د سفر پرمهال وویل:«یوازې یوه سیاسي حللاره کولای شي دایمي سولې ته لاره پرانیزي.»

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه، پلان لري، چې له سعودي عربستان سره په ګډه ژر تر ژره په نیویارک کې د غزې په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

مکرون وویل:« زموږ هدف دادی، چې د فلسطین د دولت او اسراییل دولت د رسمیت پیژندنې او د دواړو هېوادونو د سولې او امنیت د حق لپاره یو نوی حرکت رامنځته کړو.»

د رویټرز د راپور له مخې، که مکرون دا پرېکړه عملي کړي، نو فرانسه به لومړنی لویدیځ هېواد شي، چې د فلسطین دولت په رسمیت پيژني.

پر همدغه مهال د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اېسپن بارټ ایدې رویټرز ته ویلي:« که فرانسه دا ګام واخلي، نو څو نور هېوادونه به یې هم تعقیب کړي.»

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷ نیټه باندې د حماس له خوا پر اسراییل له بریدونو وروسته مکرون د اسراییل ملاتړ وکړ، خو پر غزه د اسراییل بریدونو له ډیرېدو وروسته مکرون خپل دریځ کې بدلون راوست.

مکرون تېره میاشت ویلي و:« موږ باید د رسمیت پېژندنې لور ته حرکت وکړو، په راتلونکو میاشتو کې به دا کار وکړو.»

په ورته مهال اسراییلي چارواکي له میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې فرانسه له دې پرېکړې راوګرځوي.

نور خبرونه

رادیو