د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره ځینې شرایط وړاندې کړي، چې یو پکې ختیز ته د ناټو نه غځولو په تړاو د لویدیزو مشرانو لیکلې ژمنه ورکول دي.
دریو روسي سرچینو رویترز ته ویلي، چې په دې شرایطو کې بل پر روسیه د یولړ بندیزونو لرې کول هم شامل دي.
یوه لوړپوړي روسۍ سرچینه وايي، « پوتین چمتو دی چې سوله وکړي خو په هره بیه نه».
درې روسي سرچینو وویل چې پوتین غواړي له لویدیزو سترو قدرتونو څخه په لیکلي ډول ژمنه ترلاسه کړي چې د امریکا په مشرۍ ناټو به ختیز ته نه غځیږي او دا په دې معنا ده، چې اوکراین، جورجیا، مولدایو او د پخواني شوروي نور جمهوریتونه په ناټو کې نه شاملیږي.
روسیه غواړي اوکراین بې طرفه وي، ځینې لویدیز بندیزونه لرې شي، د روسي دولت کنګل شوې شتمنۍ خلاصې شي او د اوکراین د روسي ژبې ویونکو ساتنه وشي.
کریملین د رویټرز د رپوټ په اړه د تبصرې غوښتنه رد کړې ده.
پوتین او روسي چارواکو څو ځله ویلي چې هر ډول سوله باید د جګړې "اصلي علتونه" حل کړي.