۱۵ سازمانو په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودروي.
دغو سازمانونو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده، چې لیکوالانو، خبریالانو، هنرمندانو او د بشري حقونو فعالانو په ګډون هغو افغانانو ته خوندي ځایونه ور کړي، چې د طالبانو له ځورونې تښتیدلي دي.
د ادو سازمانونو په اعلامیه کې ویل شوي، چې شاوخوا یو مېلیون پناه غوښتونکي افغان کډوال د پاکستاني چارواکو له پراخې نیونې، ځورنې او فشار لاندې په پاکستان کې د ویرې تر سیوري لاندې ژوند کوي.