د سې شنبې په ورځ د پنجاب، پښتونخوا او د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په ځینو برخو کې د سخت باران او توپان له امله اووه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې د شنبې په ورځ هم د اسلام اباد، پنجاب او پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د توپان او شړکنده بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه او تر ۹۰ ډېر ټپیان شوي وو.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ د پنجاب په بېلابېلو برخو کې د تندر لوېدو، شړکنده بارانونو او توپان له امله دوه کسان مړه او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې؛ په پښتونخوا کې هم د ګڼو بارانونو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د سې شنبې په ماسپښین د مظفراباد په یوې سیمه کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې مېرمنې مړې شوې او یو سړی بیا تری تم دی.