اروپایي اتحادیې د چارشنبې په ورځ پر سوریې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لرې کړل، چې د دمشق د بدلون او بیا رغونې ملاتړ وشي.
دا اقدام د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرې اونۍ له سیاسی هوکړې وروسته شوی.
اروپایي اتحادیه به لا هم هغه بندیزونه وساتي چې د اسد له حکومت سره تړاو لري او یا یې د امنیتي دلایلو پر بنسټ توجیه کوي.
همداراز، د مارچ میاشتې د تاوتریخوالي له امله به پر ځینو افرادو او ادارو تازه بندیزونه هم ولګوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د اتحادیې په اعلامیه کې راغلي، « شورا به د سوریې وضعیت له نږدې وڅاري او چمتو ده چې د بشري حقونو ناقضینو او هغو کسانو پر ضد چې په سوریه کې بېثباتي ته لمن وهي، نور بندیزونه هم ولګوي».