ملګري ملتونه وايي چې د غزې په سوېل کې د بشري مرستو د وېش په یوه مرکز کې د ګډوډۍ له امله لږ تر لږه ۴۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، ډیری دغه کسان د پیښې ځای ته نږدې د ځای پر ځای شویو اسراییلي ځواکونو د ډزو له امله ټپیان شوي.
د فلسطین په سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر اجیت سانګي د چهارشنبې په ورځ په جینیوا کې وویل: «دا پیښه د سې شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د فلسطینیانو یوې لویې ډلې رفح ښار ته نږدې په یوه نوي جوړ شوي مرستندویه مرکز د مرستې ترلاسه کولو لپاره ګڼه ګوڼه جوړه کړه.»
دا مرکز د غزې د بشري بنسټ تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي، چې د متحده ایالاتو او اسراییل ملاتړ له ځان سره لري.