ټرمپ نتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو بهیر ګډوډ نه کړي

۷ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو بهیر ګډوډ نه کړي.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: «په اوس وخت کې د داسې یوه اقدام وخت نه دی، ځکه مونږ ایران سره یوې حل لارې ته نږدې شوي یو.»

ټرمپ ویلي، چې تر راتلونکو څو اوونیو به له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د ځینو باخبرو سرچینو په حواله لیکلي، په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ هڅه کوي له ایران سره یوه اټومي تړون ته ورسېږي، نتنیاهو ګواښ کړی چې د ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ پر اصلي تاسیساتو به برید وکړي او دغه خبرې اترې به ګډوډې کړي.

نور خبرونه

رادیو