د سوډان د روغتیا وزارت وایي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي (وبا) خپرېدو له امله په یوه اوونۍ کې ۱۷۲ تنه مړه شوي دي.
د سوډان د روغتیا وزارت چارواکو الجزیرې تلویزیون ته ویلي، «یوازې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې ۲۷۰۰ پېښې ثبت شوې دي.»
د سوډاني چارواکو په وینا، د کولرا ۹۰سلنه پیښې یوازې په خرطوم ښار کې ثبت شوې دي.
ویل کیږي، چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي په داسې حال کې خپره شوې چې د چټک ملاتړ ځواکونو لهخوا د ډرون بریدونو له امله د ښار د اوبو او برېښنا سیستم کډوډ شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې راهیسې د سوډان له پوځ سره په جګړه بوخت دي.