د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې خپلو سفارتونو او کونسلګریو ته بیړنۍ لارښوونه کړې، چې په لنډمهاله توګه یې د دغه هیواد پوهنتونونو ته د ورتلوونکو نویو زدهکوونکو د ویزو ورکړې بهیر ځنډولی دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد وزارت ویلي چې دا پرېکړه یې د ویزو غوښتونکو زدهکوونکو د خواله رسنیو د پراخې امنیتي پلټنې د یوې برخې په توګه کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې پرون سهار یو ډیپلوماتیک سند چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لهخوا لاسلیک شوی خپور شو، لارښوونه کوي چې د بلې خبرتیا تر خپرېدو پورې یې د زدهکوونکو ویزو ورکړې ځنډول اعلان کړي.
دغه ګام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له دې مخکې د ټرمپ ادارې د لسګونو زدهکوونکو ویزو لغوه کړې وې او هڅه یې کوله چې ځینې بهرني زدهکوونکي په هارورډ پوهنتون کې د زدهکړو څخه منعه کړي.