رویټرز د دوو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي ایران په لنډمهالي ډول د یورانیمو غنيکېدل په دې شرط ودروي، څو متحدهایالات د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د ملکي موخو لپاره د تهران د یورانیمو د غنيکېدو حق په رسمیت وپېژني.
د ایران مرکچي پلاوي ته نږدې دې سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه)یادې خبرې شبکې ته زیاته کړې، چې که واشنګټن د تهران شرطونه ومني، له متحدهايالاتونو سره به ډېر ژر سياسي هوکړې ته ورسېږي.
د سرچینو په وینا، د ایران حکومت چمتو دی چې د یو کال لپاره د یورانیمو غني کول ودروي او د خپلو خورا غنيشویو یورانیمو یوه برخه بهر ته ولېږدوي یا یې د سولهییزو موخو لپاره په غیرپوځي برخه کې وسوځوي.
سرچینو همداراز زیاته کړې، چې ایران نه غواړي خپل اټومي پروګرام په بشپړه توګه ودروي، خپل تجهیزات لهمنځه یوسي او خپل اټومي تاسیسات بند کړي.
دا هغه څه دي، چې د ډونالډ ټرمپ دولت له ایران نه غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې له ایران سره د امریکا خبرېاترې ښې روانې دي او ښايي یوې مناسبې پایلې ته ورسېږي.
هغه همداراز د اسراییل لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرواترو بهیر ګډوډ نه کړي.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په اوس وخت کې د داسې یوه اقدام وخت نه دی، ځکه مونږ له ایران سره یوې حللارې ته نږدې شوي یو.»