د طالبانو د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نباتي قرنطین کارکوونکو د غلام خان بندر له لارې له پاکستان څخه واردېدونکي ۳۶ ټنه خوسا کچالو بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
نوموړی وایي، تردې وړاندې هم له پاکستان نه د خوسا او بې کیفته کرنیزو محصولاتو مخنیوی شوی او بېرته دغه هېواد ته ورګرځول شوي دي.
طالبانو څو ورځې وړاندې د تورخم له لارې هم واردېدونکيي ۳۵ ټنه خوسا کچالو بېرته پاکستان ته ور وګرځول.