د امریکا دفاع وزیر غواړي د اسیایي هېوادونو باور ترلاسه کړي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۷

د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ د لومړي ځل لپاره د اسیا په یوې لویې امنیتي غونډه کې ګډون کوي.

نوموړی غواړي، چې اسیايي هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې امریکا د چین په پرتله د دوی یو ډېر باوري شریک دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنست، د «شانګري-لا ډیالوګ» په نوم دا غونډه په سینګاپور کې جوړېږي او د امریکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي پوځي او امنیتي چارواکي په‌‌کې ګډون کوي.

سرچینه وايي، چې د هېګسټ وینا ډېره مهمه ګڼل کېږي، ځکه هغه تر دې دمه د پوځ د کتلوي تنوع پروګرامونو مخالفت او پر رسنیو د نیوکو په ګډون خپله ډېره پاملرنه په امریکا کې دننه موضوعاتو ته ځانکړې کړې ده.

په دې وروستیو کلونو کې متحده‌ایالاتونو له خپلو ځینو متحدینو سره اړیکې ترینګلې کړې دي.

ټرمپ هم ځیني وختونه د سوداګریزو تعرفو د لګولو په ګډون پر خپلو متحدینو نیوکې کړې دي، نو له همدې امله ځیني اسیايي هېوادونه اندېښمن دي چې ایا متحده‌ایالات په ریښتیا سره سیمې ته ژمن دی او که نه.

په داسې حال کې چې ویل کېږي ښايي د چین د دفاع وزیر په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړې، هېګسټ غواړي له دې فرصت نه ګټه پورته کړي او د سیمې هېوادونو ته خپل لیدلوری وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس زیاته کړې، چې د امریکا د دفاع وزیر سره به په دې غونډه کې د دغه هېواد د ګډو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډان کېن هم ګډون وکړي.

سره له دې چې له اسیا نه منځني ختیځ ته د پوځي تجهیزاتو لېږدول او نور اقدامات د متحده‌ایالاتو پر وړاندې پوښتنې راپورته کړي، خو فیلیپین او جاپان ته د هېګسټ وروستي سفرونه ښیي، چې دغه هېواد غواړي د یوه متحد په توګه د متحده‌ایالاتو دودیز رول خوندي وساتي.

کارپوهان وايي، د جاپان او فیلیپین غوندې هېوادونه غواړي وګوري چې ایا د اسیا په هکله د متحده‌ایالاتونو سیاستونه د وړاندوینې وړ او دوامداره دي او که نه.

نور خبرونه

رادیو