پوتین د ټرمپ نیوکه "احساساتي غبرګون" بللی

۲۲ ساعتونه مخکې

د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف د مې په ۲۶مه وویل، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین یې سختې نیوکې کړې دي، د "احساسي فشار" نتیجه ده.

هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي و، چې پوتین "بالکل لیونی شوی" او ښایي دا کار د "روسیې د سقوط" سبب شي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې روسیې درې شپې په پرله‌پسې توګه د اوکراین په بېلابېلو ښارونو درانه بریدونه وکړل.

کله چې له پېسکوف څخه د روسیې د پراخو بریدونو په اړه د ټرمپ د نیوکې په اړه وپوښتل شول، نوموړي د سولې د خبرو اترو لپاره د ټرمپ هڅې وستایلې او څرګندونې یې له احساساتي حالت سره وتړلې.

پېسکوف د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته وویل: «موږ د امریکایانو او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ له هڅو څخه منندوی یو چې د سولې د خبرو د پیل او تنظیمولو لپاره یې مرسته کړې. البته دا یو ډېر حساس پړاو دی، چې د هر چا د احساسي فشار سره تړاو لري.»

د ټرمپ اداره له میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې د اوکراین جګړه ختمه کړي او ټرمپ خپله د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې که بیا وټاکل شي، نو جګړه به ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د استانبول مذاکراتو اوربند ته کومه نتیجه ورنکړه او پوتین د مې په ۱۹مه ټرمپ سره د ټلیفوني خبرو پر مهال یو ځل بیا د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه رد کړه.

پوتین د دې پر ځای ژمنه وکړه، چې د یوې احتمالي سولې د هوکړې یادداشت به وړاندې کوي، خو تر دې دمه کرملین دا سند نه دی سپارلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې دغه سند به تر هغه وروسته وړاندې کړي، کله چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو تبادله بشپړه شي.

دا تبادله چې پکې ۱۰۰۰ کسان له دواړو خواوو تبادله شول، د مې پر ۲۵مه ترسره شوه.

پېسکوف د مې پر ۲۶مه وویل، چې روسیه لا هم د "اوربند د متن" پر جوړولو کار کوي.

که څه هم ټرمپ پخوا هم پر پوتین نیوکې کړې وې او د بندیزونو ګواښونه یې کړي وو، خو تر اوسه یې عملي بندیزونه نه دي لګولي.

بل لور ته، روسیې تر اوسه نړۍوالې غوښتنې چې د بې قید او شرطه اوربند لپاره کېږي رد کړي دي او ټینګار کوي، چې اوربند یوازې هغه وخت ممکن دی، چې اوکراین ته د بهرني نظامي ملاتړ بهیر بند شي او نور سخت شرایط ومنل شي.

په داسې حال کې چې اوکراین لا د مارچ له میاشتې راهیسې د امریکا د وړاندیز شوي ۳۰ ورځني اوربند منلو ته چمتو دی.

نور خبرونه

رادیو