له پاکستان سره تر نظامي نښتې وروسته؛ هند له رادار نه پټېدونکې جنګي الوتکې جوړوي

۲۱ ساعتونه مخکې

د هند او پاکستان ترمنځ له نظامي شخړې وروسته او په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د وسلو په نوې سیالۍ کې ښکېل دي، د هند دفاع وزارت وايي چې له رادار نه پټېدونکو تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو جوړول یې تصویب کړي دي.

د هند دفاع وزارت زیاته کړې، چې د هند د دولتي الوتنو پراختیا ادارې ته د دغه پروګرام د عملي کولو مسوولیت سپارل شوی او ډېر ژر به هم دولتي او هم خصوصي دفاعي شرکتونه د دې الوتکې د لومړنۍ نمونې جوړولو لپاره راوبولي.

یادې جنګي الوتکې ته د پنځم نسل دوه موتوره سیستم په نظر کې نیول شوی.

دا پروژه د هند د هوایي ځواک لپاره، چې ډېری الوتکې یې روسي او د پخواني شوروي دي، خورا مهمه بلل شوې.

پاکستان هم د چین له خوا جوړه شوې یوه تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه، چې «جي لس» نومېږي، په خپل واک کې لري.

د هند او پاکستان پوځونو، چې دواړه اتومي وسلې لري، په روانه میاشت کې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال له جنګي الوتکو، توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او توپخانې څخه استفاده وکړه.

دواړو خواوو د دغې نښتې د ګټلو دعوه وکړه، خو د دواړو لورو له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او د لویدیزو او چینایي جنګي الوتکو پراخ استعمال د نړۍ د پوځونو پام ځان ته اړولی.

ځینو شنونکو ادعا وکړه، چې د چین جوړې الوتکې د لویدیځ له وسلو، په ځانګړي ډول د فرانسې له رافایل جنګي الوتکو، څخه غوره دي.

د رویټرز خبري اژانس د یوې څېړنې له مخې، چې له ۱۵ کسانو (امنیتي چارواکو، د صنعني مشرانو او تحلیلوونکو) سره‌یې په هند او پاکستان کې خبرې کړې، دا لومړی ځل دی چې دواړو هېوادونو په پراخه کچه له بې‌پیلوټه الوتکو څخه استفاده کړې.

نور خبرونه

رادیو