د سعودي عربستان چارواکو اعلان وکړ، چې د جون پنځمه د عرفې ورځ ده او شپږمه ورځ لوی اختر دی.
عرفه به د پنجشنبې په ورځ وي او د جمعې په ورځ به د حج مناسک پای ته رسیږي او لوی اختر به کیږي.
د عرفې ورځ د حج تر ټولو مهمه برخه ده، چې حاجیان د عرفات په غونډۍ کې راټولیږي، دعا کوياو د الله تعالی رحمت لټوي.