روسیې له سویډن څخه غوښتي چې د ویانا کنوانسیون عملي کړي

۲۰ ساعتونه مخکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د سویډن چارواکي باید د ویانا کنوانسیون لاندې په سټاکهولم کې د روسیې د سفارت د خوندیتوب او امنیت په اړه خپلو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، زاخارووا وروسته له دې چې په سټاکهولم کې د روسیې په سفارت د یوه بې پيلوټه ډرون په واسطه رنګ وشيندل شو، وویل : «موږ ټینګار کوو چې د سویډن چارواکي د ۱۹۶۱کال د ویانا کنوانسیون د ډیپلوماتیکو اړیکو لاندې د کوربه هیواد مکلفیتونه په کلکه پوره کړي ترڅو د روسیې د ډیپلوماتیک ماموریت فزیکي امنیت او معافیت ډاډمن شي.»

هغې زیاته کړې، په سټاکهولم کې د روسیې سفارت «په لفظي مانا په جنګي شرایطو کې» فعالیت کوي، او یادونه یې وکړه: «دا د ۲۰۲۴کال له مئ راهیسې ۱۵م ډرون برید و. دا په دې مانا ده چې دا ډول ناقانونه کړنې په میاشت کې یو ځل یا ان ډیر ځله د ښکاره همکارۍ یا شاید د سویډني چارواکو په خوښه سره ترسره کیږي.»

نور خبرونه

رادیو