الجزیره: په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ تنه وژل شوي

۵ ورځې مخکې

د غزې په تړانګه کې روغتیایي چارواکي ویلي، چې د تیرې ورځې دوشنبې له سهار راهیسې په غزه کې د اسراییل په بمباریو کې ۸۱ تنه وژل شوي.

روغتیایي کارکوونکو له الجزیرې سره په خبرو کې زیاته کړې: «په وژل شویو کسانو کې ۵۳ تنه یوازې د غزې په ښار کې وژل شوي دي.»

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې د اسراییل له لوري په غزه کې د جګړې شدت او د مرستو بندښت ټول خلک ډیر ادېښمن کړي، وايي په روغتونونو کې د ناروغانو او ټپیانو د درملنې لپاره روغتیایي وسایل او درمل نشته.

دغه سازمان زیاته کړې: «په غزه کې حالات ډیر وحشتناک او خواشینونکي دي.»

نور خبرونه

رادیو